په لغمان ولایت کې اته (۸) تنو معلولینو مرستې ترلاسه کړې
یادې مرستې د (ORSTW) مؤسسې له لوري د معلولینو د اقتصادي بساینې په موخه په پام کې نېول شوې وې چې هر معلول ته د (۷۵۰) امریکايي ډالرو په ارزښت د دکانونو توکي چمتو شول.
د يادو مرستو پر مهال د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج فیض الله جواد د يادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او معلوليت لرونکو وګړو ته یې ډاډ ورکړ چې د هغوی د لاسنیوي په موخه به لا زياتې مرستې راجلب کړي.