د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې (۲۰۰) تنو یتیمانو ته خوراکي توکي چې په هغه کې شپږ بورې اوړه، شپږ بوتله غوړي او پنځوس کیلو وریجې شامل وې، په شفاف ډول ووېشلې.

یادې مرستې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د دې وزارت د پر مختیایي پروژو د تطبیق څخه د څارنې او اروزنې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست کارکوونکو او همداراز د خیریه مؤسسې مسؤلینو په حضور کې ووېشل شوې

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS