د وزیر-ژوندلیک
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند ژوند لیک
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په ۱۳۳۱ لمریز کال کې چې د ۱۳۷۱ سپوږمیز کال سره سمون خوري، د کندهار ولایت په لمړۍ ناحیه کې په یوې دیندارې، عالمې او جهادي کورنې کې سترګې نړۍ ته غړولي دي. پلار يې الحاج ملا عبدالرشید آخند نومیدی. محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند لومړنۍ زده کړې په جومات کې پیل کړې او بیا لومړنی ښوونځی یې هماغه ځای کې لوستی دې، د ثور انقلاب په راتلو سره هېواد د شوروي یرغل سره مخ شو، چي د شوروي یرغلګرو د ظلمونو له کبله زموږ ډیري هیوادوال شهیدان، معلول او ګانډویو هېوادونو کډوالۍ ته اړ شو، محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د ثور د انقلاب سره سم د نقشبندي طریقت مشهور شیخ رواڼي چې په حاجي بابا مشهور وه، ورسره یې بیعت وکړ، او بیا د ډیرو افغانانو په څیر د شوروي یرغل سره سم پاکستان هېواد ته مهاجر شو، او هلته یې د اسلام د سپیڅلی دین د تبلیغ دندې پرمخ وړلې، کله چې د شوروي یرغل په مقابل کې د جهاد اعلان وشو، نو محترم الحاج عبدالمجید آخند د نورو افغانانو په څیر د سپیڅلې دین د خدمت کولو او د مقدس جهاد د ادا کولو په موخه هيواد ته راستون شو او د شوروي یرغل په مقابل کې له هیڅ ډول سرښندونو او قربانېو څخه ډډه ونکړه، او تل یې د ګران هېواد د خپلواکۍ، او اسلام دین د دفاع او ساتلو په موخه د الله تعالی د رضا او اعلاء کلمة الله لپاره د مقدس جهاد ستره فریضه په لوړ عزم او ارادې په ډیرو لږو امکاناتو سره پر مخ یوړله، چې د هغې جملې څخه د کندهار ولایت پنجوایی ولسوالۍ د زنګاوت کلي کې یو جهادي مرکز چي مجاهدین په کې روزل کیده، نظامي او دیني زده کړې او د نقشبندي طریقې مراقبې وظیفې به په څلور ویشت ساعته ډول جاري ساتل کیدې، د روسانو د ماتې سره سم محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کندهار ولایت په پنجوایې ولسوالۍ کې د مجاهدینو مسئول ؤو، د نورو ملګرو سره په یوې محاصره کې بند پاتې شو چې په پایله کې یی په پښه ټپي شو،چې د ټپي کیدو له امله یې ډیر وخت په بستر کې پاتې شو او د ډیر ټپي کیدو له امله یې یوه پښه د الله جل جلاله په لاره کې له لاسه ورکړه، خو له دې سره سره محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د خپلې کلکې مبارزې او هوډ څخه چي هغه د اشغال څخه د هېواد ژغورل وه، هیڅکله په شا نه شو او د خپل هوډ او عزم سره يې د مجاهدینو ترڅنګ مقدس جهاد ته دوام ورکړ، او بیا له مجاهدینو سره یو ځای شو، د ده دملګروپه وینا په یوه جهادي تنظیم کې چې مولوي خالص یې مشري کوله محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د ډلګي مشر په توګه وټاکل شو. کله چي په هېواد کې کورنې جګړې پیل شوې او د خلکو عزت او ناموس له جدي خطرونو سره مخ شو، ډیری مجاهدین ټوپک سالاران شول، د محترم الحاج ملاعبدالمجید آخند دملګرو په وینا دی هیڅکله په تنظیمي جګړو کې له جګړه مارانو سره یوځای نشو، کله چې د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته شو، محترم ملا عبدالمجید د کندهار ښار د ډنډ چوک په یوه نړېدلي کوټه کې له مرحوم امیر المؤمنین رحمه الله سره ولیدل، چې دغه وخت د اسلامي تحریک ټول جایداد یوه ډاکسن ډوله موټر او همدارنګه یوه هینو ډوله موټر و، هغه وایي: په همدې مهال ما د امیرالمؤمنین څخه د اسلحو په اړه پوښتنه وکړه، خو هغه د سلاح او امکاناتو د کمښت له امله خواشیني څرګنده کړه، په دغه وخت کې ما ورته د اسلحو دهغې زیرمې یادونه وکړه، چې ډېر وخت ما په سختو شرائطو کې دغه اسلحې له دشمن څخه پټې ساتلې وې، ورته مې وویل چې دغه سلاح له شهید ملا محمد عوض اخند سره ده، مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله وویل چې ته او شهید مولوي احسان الله احسان به ولاړ شې، او په وېش کې به یې شهید ملا بورجان آخند او ترابي صاحب ته تسلیم کړې، چې کله سهار شو ، شهید ملا احسان الله احسان په بل کار مصروف شو ، مونږ دغه سلاح په داسې حال کې چې ټوله ولسوالی او بازار له ټوپکیانو ډک وه، په وېش کې شهید ملا بورجان آخند او ترابي صاحب ته تسلیم کړه.
څه موده وروسته کله چې کندهار ښار طالبانو فتح کړ، او بیا ددغې فتحې لړی ټول افغانستان ته وغځېدله نو محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند ته ځيني مسئولیتونه ورپه غاړې شو، چې هغه یاد مسئولیتونه په ښه ایماندارۍ او ریښتینولۍ سرته رسولي دي.
محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند د مرحوم عالیقدرامیرالمؤمنین صاحب په امر لومړی د جلال آباد ښارد ګمرک د مسئول په توګه ټاکل شوی وه هلته یې لا پر وسپارلې دنده شروع نه وه کړې، چې د مرحوم عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب په امر کابل ښاروالۍ ته د ښاروال په صفت وټاکل شو، شاوخوا درې نیم کاله یې د ښاروال په توګه دنده ترسره کړه، وروسته بیا د مرحوم عالیقدرامیر المؤمنین صاحب په امر کندهار ګمرک ته د معاون په صفت وټاکل شو، نږدې دوه نیم کاله یې دغه دنده سرته ورسوله او بیا د مرحوم عالیقدرامیر المؤمنین صاحب په امر د هلمند ښاروالې د ښاروال په توګه په دنده وګمارل شو. وروسته بیا د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ولسوال په حیث وټاکل شو، چې له بده مرغه دا وخت هېواد د امریکایانو اشغال سره مخ شو.
د شل کلن آمریکایي اشغال پر مهال د محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کورنۍ (۶) تنه غړي شهیدان شوي دي چې په ترتیب سره به یې دلته یادونه وکړو، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند زوی ملا محمود سالم، په ۲۰۰۸ کال کې د هغه ورور ملا عبدالله، په ۲۰۱۲ کال کې د هغه وراره بلال احمد، په ۲۰۱۶ کال کې یې بل وراره سمیع الله او په ۲۰۲۱ کال کې د کندهار ولایت د فتحې پر مهال د محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند دریم وراره رحمت الله رحیمي او لمسۍ یې د ملا محمد یوسف مذهبي په شهادت رسیدلي دي.
همداراز په تېر تحریک کې هم د محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کورنۍ دوه تنه غړي چې یو یې ورور عبدالواحد نومیده او بل یې زوم مولوي محمد عیسی، شهیدان شوې وو.
د شوروي اشغال پر مهال هم د دې کورنۍ څخه د محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د اکا زوی ملا حبیب الله په شهادت رسیدلی وو.
په هېواد کې د اسلامي امارت د نظام له ړنګیدو او د امریکایانو د اشغال سره سم محترم الحاج عبدالمجید آخند د نورو هېواد پالو او ننګیالیو افغانانو په څېر د هېواد پریښودو ته اړ شو، چې د هېواد د شل کلني اشغال په دوره کې په دارالهجرت کې له ډول ډول ستونزو او الهي آزموینو سره مخ شو، چې د اشغالګرو آمریکایانو سره د جهاد په شل کلنه دوره کې محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د کندهار ولایت د نظامي کمیسیون د غړي په توګه او وروسته بیا د شهیدانو او معلولینو د کیمسیون مسؤل په توګه او همدارنګه کله چې د مجاهدینو د مقدس جهاد په پایله کې امریکایان په هېواد کې له ماتې سره مخ شو، او اسلامي امارت بیا واکمن شو، نو محترم الحاج عبدالمجید آخند د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر اساس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه وګمارل شو، چې اوس هم د هېواد یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.