د برنامو او همغږۍ مرستیالې لنډ ژوندليک

mmd


مېرمن صبري اندړ په ۱۳۷۰ل کال په یوه روښانفکره او متمدنه کورنۍ کې زېږېدلې او له آره د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د مزو کلي اوسېدونکې ده. لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلرني کلي کې کړې دي. دولسم ټولګی یې د کابل ولایت د لامعه شهید ښوونځي کې پای ته رسولی دی.

مېرمن اندړ د کانکور ازموینې له لارې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته بریالۍ او په ۱۳۸۹ل کال کې یې خپلې لوړې زده کړې په یاد پوهنځي کې پیل کړې. په ۱۳۹۲ل کال کې یې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د قضا او څارنوالۍ څانګې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ. د لېسانس دورې له بشپړولو وروسته یې په کابل پوهنتون کې د څارنوالۍ د ستاژ یوه کلنه دوره هم په بریالۍ توګه پای ته ورسوله.

آغلې اندړ د خپلو ټولنیزو، علمي، مدني او سیاسي فعالیتونو او بې شمېره بوختیاوو سره، سره؛ هم د زده کړو لړۍ ته دوام ورکړ او له ازاد اسلامي پوهنتون څخه یې د عامه حقوقو په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه

مېرمن صبري اندړ د افغانستان د ځوانانو پارلمان لومړنۍ رییسه اوسمهال د یاد پارلمان فعاله غړې ده او مختلفو نړیوالو او ملي دولتي ادارو سره یې کار کړی دی. د لوړو زده کړو وزارت او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د سترې حقوقې سلاکارې په توګه یې دندې ترسره کړي دي او د ځوانانو او معلولینو د ځینو ټولنو مشري یې هم د یادولو وړ ده.

مېرمن اندړ ځانګړو وړتیاوو څښتنه ده، د سالم فکر، علمي او سیاسي پوهې تر څنګ یې ده د هیواد زیانمن قشر(معلولینو) ته بې ساري خدمتونه کړي دي. په ټولنیزو خدمتونو کې یې تل فعاله ونډه اخیستې، د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره یې د خپل علمي پانګې په کارولو سره تل نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او  هیواد او خلکو لپاره پیاوړې اراده لري، چې په عمل کې یې هم ثابته کړې ده.

صبري اندړ د جمهور رییس محمد اشرف غني د ځانګړي حکم پر بنسټ د نظامي شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د بنسټیزې رسیدګۍ په موخه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام د مرستیالې په توګه وټاکل شوه، چې تر دې مهاله یې په یاده برخه کې ډېر اصلاحات او رونټیا رامنځته کړې ده.

صبري اندړ د خپلو غوره کړنو له کبله د مختلفو ملي او نړیوالو بنسټونو له لوري په مډالونو، ستاینلیکونو او ایوارډونو ستایل شوې ده.

.