کمک پروژه

له جګړه ځپلو ملکي وګړو سره د مرستې )کمک (COMAC/پروګرام

mmd

د کمک پروګرام په اړه:

له جګړه ځپلو ملکي وګړو سره د مرستې پروګرام (COMAC) له هغو افغانانو (ملکي وګړو) سره مرسته کوي چې، د جګړو له امله ورته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وي، لکه فزیکي ټپونه، د کورنۍ د غړي له لاسه ورکول او همداراز اقتصادي او معیشتي زیانونه.

دا پروګرام د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې (USAID) په مالي ملاتړ، د بلومانټ (Blumont) بنسټ لخوا د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت په همکارۍ پلی کېږي.

له زیانمنو وګړو سره مرسته:

د کمک پروګرام زیانمنو وګړو ته اړینې مرستې وړاندې کوي. دغه مرستې په دوه ډوله دي: بېړنۍ مرستې لکه، خوراکي او د پاکوالي توکي او همدارنګه د اړتیا پربنسټ اوږدمهاله مرستې لکه روغتیایي خدمتونه، فزیکي بیارغونه، نورو بنسټونو ته د متضرر شخص ورپېژندل، رواني خدمتونه او د عاید موندلو په برخه کې مرسته.

mmd

کمک پروګرام له پیل څخه د (آپریل  ۲۰۲۱ ) پوری، له ۱۷۷۶۱ متضرره کورنیوو سره د بیړنیوو مرستندویه کڅوړو ۲۶۳۲۷ او د اړتیا پر بنسټ ۷۳۵۱ اوږدمهاله مرستندویه کڅوړو مرسته کړیده چې لدی څخه د  افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر ۱۳۱۰۰۰ زیاتو ملکي وګړو ګټه پورته کړیده.

mmd

 

 د وړتیاو لوړول:

د کمک پروګرام د حکومتي بنسټونو او وزارتونو لکه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، دعامې روغتیا وزارت، د ښځو چارو وزارت او د سیمه ییزو دولتي بنسټونو د وړتیا لوړولو په برخه کې مرسته کوي، ترڅو د زیانمنو وګړو او د هغوی د کورنیو اړتیاوې په اغیزناک ډول پوره کړي.

د وړتیا لوړولو پروګرام کې ورکشاپونه، شبکه ییز بحثونه، دالکټرونیکي زده کړو موډلونه، عملي کړنې، څارنه اولارښوونه شامل دي.کمک پروګرام له پیله د ۲۰۲۱ تر اپریل پوری، له ۱۲۲ څخه زیات ښوونیز پروګرامونه په ۳۴ ولایتونو کی ترسره کړیدي چی له ۳۰۰۰ څخه زیات دولتي کارمندانو د وزارت، ولایت او ولسوالي په کچه پکی برخه اخیستی ده.

اړیکې او تبلیغات:

کمک پروګرام د زیانمنو وګړو د حقونو او دهغوی لپاره د مرستو او خدمتونو برخه کې د عامه پوهاوی لوړتیا په موخه، ډول ډول وسایل کاروي لکه، رسنیز توکي، کمپاینونه، د عامه پوهاوي په موخه ورکشاپونه، ډلییزې رسنۍ، ټولنیزې رسنۍ، د ټولنې په کچه ټولنیز فعالیتونه او چاپي توکي.

له ښځو سره مرسته:   

ښځی له جګړی څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغیزمنی کیږی دا ځکه چی د یوی کورنۍ د نارینه سرپرست په مرګ یا ټپی کیدو سره د همغی کورنۍ عاید په ټپه دریږی. د کمک پروګرام ښځینه کارکوونکي لدغه ډول ښځو سره بیړنۍ مرستی کوی څو پخپلو پښو ودریږی او راتلونکی ژوند ورغوی. هغه ښځې او نجونې چې د جګړې څخه اغېزمنې شوې دي، کولای شي د کمک پروګرام سره اړیکه ونیسي، ترڅو د ښځینه کارکوونکو لخوا ورسره پر وخت مناسبه مرسته وشي.

mmd

همکاره بنسټونه:

د کمک پروګرام خپلې ټولې چارې د مرکز، ولایت او ولسوالۍ په کچه حکومتي بنسټونو، د ټولنې مشرانو، مدني ټولنو او غېردولتي بنسټونو سره په همغږۍ ترسره کېږي.

 

برښنالیک : comac@blumont.org     او   comac-inquiries@blumont.org  

کمک پروګرام له متضرره خلکو سره په وړیا ډول مرستی کوی. که د عریضی یا د مرستو د ویش پر مهال له تاسی څخه د پیسو د تحویل غوښتنه وشی، نو خپل شکایت مو پدغه بریښنالیک راسره شریک کړۍ hotline@blumont.org. ستاسی هویت به پټ وساتل شی.

 

یاداښت:

آیا تاسو ملکي وګړي یاست چې د جګړې، پوځي عملیاتو، ترهګریزو بریدونو، هوایي بمباریو، چاودېدونکو توکو، ځمکني ماینونو، او داسې نورو پېښو له امله زیانمن شوي یاست؟

له موږ سره اړیکه ونیسئ تر څو درسره پر وخت بیړنۍ او اوږدمهاله مرستې وکړو.

د اړیکو شمېرې:

مرکزي حوزه : ( کابل ) +93 729 068 549

سویلي حوزه : ( کندهار )  +93 729 068 596

ختیځه حوزه : ( ننګرهار ) +93 729 068 617

لویدیځه حوزه : ( هرات ) +93 729 069 119

شمالي حوزه : ( بلخ ) +93 729 069 118