د وزارت تاریخچه

د شهیدانو او معلولینو وزارت د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د رهبري، مدیریت، څارنې، همغږۍ او خدماتو وړاندې کولو لپاره رامینځته شوی دی، یاد وزارت له پیل څخه تر دې دمه ډیرې لوړې او ژورې تیرې کړې. افغانستان یو جنګ ځپلی هیواد دی چیرې چې څلورو لسیزو جګړو یې ډیری جوړښتونه له مینځه وړي دي، یادې جګړې د دې جوړښتونو سربیره، د هیواد د بې دفاع خلکو څخه هم قرباني اخیستی چې د اوږدو جګړو له امله یې د مړینې شمیر ملیونونو تنو ته رسیدلې. د جګړو د قربانیانو د لوړې شمیرې له امله، د یوه واحد آدرس څخه د شهیدانو وارثینو او معلولینو کورنیو ته پاملرنه او د خدمتونو وړاندې کولو ته جدي اړتیا وه. په همدې اساس، دغه وزارت تاسیس شوی او ژمن دی چې د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د چارو څارنه وکړي او د هغوی د ژوند شرایط ښه کړي.

مخکې له دې، د دې وزارت ټولې چارې د بیلابیلو ادارو له خوا پرمخ وړل کیدې، او یوازینی هدف یې یادو کسانو ته د نغدي معاشونو ورکول وو، خو د هغوی د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره یې هڅې نه کولې.

د ۱۳۵۷ کال د غویي د میاشتې د اومې نیټې له کودتا وروسته، یو شمیر حکومتي کارکونکي، د نظامي منسوبینو  پشمول، ملکي کارکونکي او ملکي اجیران چې د جګړې په پایله کې وژل کیدل، د دوی معاشونه په هغه وخت کې د مالیې وزارت د تقاعد د خزاینو عمومي ریاست لخوا پرته لدې چې د دوی درجه او د خدمت موده په پام کې ونیول شي، ورکول کیدل. لدې امله، په ۱۳۶۹ هجري قمری کال کې، دا څانګه د تقاعد د خزاینو عمومي ریاست څخه جلا شوه او د شهیدانو او معلولینو خپلواکه عمومي ریاست په توګه یې د هغه وخت د صدارت عظمی تر اثر لاندې فعالیت پیل کړ.

 لکه څنګه چې جګړې دوام وموند او د جګړې تلفات ورځ تر بلې زیاتیدل د مالیې وزارت د تقاعد خزاینو عمومی ریاست نه شوه کولی په سمه توګه ددوی کارونه سرته ورسوي.

د هرې ورځې په تیریدو او د قربانیانو د شمیر ډیریده ددې لامل شو چې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته لا زیاته توجه وشي. د ۱۳۷۱ کال د غویي په میاشت کې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د درناوي په خاطر د شهیدانو او معلولینو نوم لیکنه د وزارت په کچه په پام کې ونیول شوه تر څو د شهیدانو ټول وارثان او په هیواد کې معلولیت لرونکي خلک تر پوښښ لاندې ونیسي.

له سیاسي تحولاتو او پرله پسې سیاسي کړکیچونو وروسته، دا اداره د طالبانو د حکومت پرمهال په ۱۳۷۵ کال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سره یوځای شوه او د معینیت په کچه یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او په کال ۱۳۸۱کې د انتقالي دورې په راتلو سره، مجددا د وزارت سطحې ته ارتقا ورکړل شوه او د "شهیدانو او معلولینو وزارت" تر نامه لاندې یې کار پیل کړ. په کال ۱۳۸۵ کې د شهیدانو او معلولینو وزارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره یوځای او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په نوم ونومول شو.

د شهیدانو او معلولینو د وارثانو پورې اړوند چارې د شهیدانو او معلولینو معینیت په چوکاټ کې، د کار، ټولینزو چارو شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر اثر لاندې تنظیم او مدیریت کیده. ورسته بیا د شهیدانو د ورثې او معلولیت لرونکو وګړو څخه د ملاتړ ملي اتحادیه د۱۵/۷/۱۳۹۷ نیټې د (۷۵) ګڼې فرمان له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه جلا او د هیواد رنځ لیدلو خلکو ته چې ځان او یا د بدن غړي یې له لاسه ورکړي وو د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د خدمتونو وړاندې کول پیل کړل.

له هغه وروسته د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۳۹۷ کال د مرغومي ۲۹ نیټې د (۱۳۲) ګڼې فرمان له مخې یاده اداره د ( د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت) تر عنوان لاندې جوړ شه.

له هغه وروسته د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په ۶ مه د جمهوري ریاست د عالی مقام د (۱۵۷) ګڼې فرمان په اساس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته ارتقا پیدا کړه او تر اوس مهاله د یوه خپلواک وزارت تر عنوان لاندې د افغانستان اسلامی جمهوریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د Pdf فایل لپاره دلته کلیک کړۍ