د وزارت تاریخچه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنې ډیر بېوزله او ځوریدلي قشر (یتیمانو، کونډو او معلولینو) ته په بیلابیلو برخو کې خدمتونه وړاندې کولو په موخه رامنځته شوی او د افغانستان اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د اقتصادي خودکفایۍ، د حرفوي زده کړو، روغتیا، ښوونې او روزنې، د کارموندنې او د ژوند په نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

دې وزارت له پېل څخه تر دې دمه ډیرې لوړې او ژورې تیرې کړي، افغانستان یو جنګ ځپلی هیواد دی چیرې چې د څو لسیزو جګړو  ډیری جوړښتونه یې له منځه وړي دي، یادې جګړې د دې جوړښتونو سربیره، د هیواد د بې دفاع خلکو څخه هم قرباني اخیستی چې د اوږدو جګړو له امله یې د مړینې شمیر میلیونونو تنو ته رسیدلې. د یتیمانو، کونډو او معلولینو د لوړې شمیرې له امله، د یوه واحد آدرس څخه د شهیدانو وارثینو او معلولینو کورنیو ته پاملرنه او د خدمتونو وړاندې کولو ته جدي اړتیا وه. په همدې اساس، دغه وزارت تاسیس شوی او ژمن دی چې د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د چارو څارنه وکړي او د هغوی د ژوند شرایط ښه کړي.

مخکې له دې، د دې وزارت ټولې چارې د بیلابیلو ادارو له خوا پرمخ وړل کیدې، او یوازینی هدف یې یادو کسانو ته د نغدي مساعدتونه (ماهانۍ) ورکول وو، خو د هغوی د ژوند د کیفیت د لوړولو لپاره یې هڅې نه کولې.

د ۱۳۵۷ کال د غویي د میاشتې د اومې نیټې له کودتا وروسته، یو شمیر حکومتي کارکوونکي، د نظامي منسوبینو  شمول، ملکي کارکونکي او ملکي اجیران چې د جګړې په پایله کې وژل کیدل، د دوی معاشونه په هغه وخت کې د مالیې وزارت د تقاعد د خزاینو عمومي ریاست لخوا پرته لدې چې د دوی درجه او د خدمت موده په پام کې ونیول شي، ورکول کیدل. له دې امله، په ۱۳۶۹ کال کې، دا څانګه د تقاعد د خزاینو عمومي ریاست څخه جلا شوه او د شهیدانو او معلولینو خپلواک عمومي ریاست په توګه یې د هغه وخت د صدارت عظمی تر اثر لاندې فعالیت پیل کړ.

 لکه څنګه چې جګړې دوام وموند او د جګړې تلفات ورځ تر بلې زیاتیدل د مالیې وزارت د تقاعد خزاینو عمومی ریاست نه شوه کولی په سمه توګه د دوی کارونه سرته ورسوي.

د هرې ورځې په تیریدو او د قربانیانو د شمیر ډیریدل د دې لامل شو چې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته لا زیاته توجه وشي. د ۱۳۷۱ کال د غویي په میاشت کې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د درناوي په خاطر د شهیدانو او معلولینو نوم لیکنه د وزارت په کچه په پام کې ونیول شوه تر څو د شهیدانو ټول وارثان او په هیواد کې معلولیت لرونکي خلک تر پوښښ لاندې ونیسي.

له سیاسي تحولاتو او پرله پسې سیاسي کړکیچونو وروسته، دا اداره د طالبانو د حکومت پرمهال په ۱۳۷۵ کال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سره یوځای شوه او د معینیت په کچه یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او په کال ۱۳۸۱کې د تېرې ادارې په راتلو سره، مجددا د وزارت سطحې ته ارتقا ورکړل شوه او د "شهیدانو او معلولینو وزارت" تر نامه لاندې یې کار پیل کړ. په کال ۱۳۸۵ کې د شهیدانو او معلولینو وزارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره یوځای او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په نوم ونومول شو.

د شهیدانو او معلولینو د ورثه ؤ پورې اړوند چارې د شهیدانو او معلولینو معینیت په چوکاټ کې، د کار، ټولینزو چارو شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر اثر لاندې تنظیم او مدیریت کیدل او په ۱۳۹۷ کال کې (د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت) رامنځته شو او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته یې ارتقأ وموندله او د اسلامي امارت د فتحې سره سم د اړتیا په پام کې نېولو سره د یاد وزارت تشکیلاتي سطحه دوه برابره شوه او په ولایتونو کې چې آمریتونه موجود وو، هغه ریاستونو ته ارتقأ ورکړل شوه او د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.