دجمیله نورستانی ژوند لیک:

 

Jamila Nooristani

 

د شهیدانو او معلولینو وزارت د تخنیکی معاونی جمیله نورستانی ژوند لیک:

جمیله نورستانی کاظمی په کال ۱۳۵۵دحمل د میاشتی په لومړۍ نيټه په کابل کې زیږدلی ده چې کورنۍ یې د نورستان ولایت د مندول ولسوالی د نیشن اوسیدوونکې ده .

اغلی نورستانی له یوې داسې ټولني سر راپورته کوي او د پرمختګ لوړ مقام ته رسیږي چې د هغي  ټولني وکړي له ډیرو ضرورتونو بې برخې او کړیدلي دي .

میرمن  نورستانی د ډیرو تجروبو او مهارتونو درلودونکې ده چې دغه ټول ددې د خپل زیار او کوښښ نتیجه ده چې دغه ځای ته رسیدلي ده .

اعلی نورستانی لومړنۍ زدکړي په سوریا عالی لیسه کې ترسره کړيدي اود لیسانس ترکچي زدکړي یې په حقوقو سیاسی علوم کې بشپړي  کړیدي او د ماستري سند یې بیا په نړیوالو اړیکو کې تر لاسه کړيدي.

میرمن نورستانی د خلکو د حقوقوپه برخه کې په مختلفو برخو کې خدمت او دنده ترسره کړیدي .

اول : په کار، ټولنیزو، شهیدانو اومعلولینو وزارت کې د وړکتون دعمومی رئیسه په توکه پنځه کاله کار کول .

دوهم : په عدلی وزارت کې د (یو ان دی پی ) پروژي د بشر حقوقو ماستره ترینره .

دریم : په شرقی زون کې د بشر حقوقو په خپلواک کمیسیون کې د دماشومانو د ملاتړی مسوله .

څلورم : د بشر حقوقو په خپلواک کمیسیون کې ماستره ترینره .

پنځم :  د شانتی ولینتیر(SVA ) موسیسی دتعلیم او تربی مسوله .

ددی تر څنګ په پاکستان کې د افغانو مهاجرینو د(جی تی زید) موسیسي ښوونکي او په همدغه موسیسه کې د سوپروایزرانو عمومی مسوله .

په ایتالیا، هندوستان، تاجیکستان،اوزبکستان،جاپان،سویس، پاکستان، تایلند او ترکی هېوادونوکې  د معلولینو، ماشومانو د حقوقو د پرمختللي  مدریت او رهبری په کنفرانسونه او سمینارونو کې برخه اخیستی ده .

میرمن نورستانی د خپلې وړتیا له مخې د ریاست جمهوري حکم په اساس د تخنیکې معاونې په توګه د شهیدانو او معلولینو په وزارت کې په دنده ووګمارل شوه .