د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په انګړ کې د یو محراب جومات پرانیسته وشوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۲
mmd

یاد جومات د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز په اساس او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د منظورې سره سم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودیجې څخه په دوه پوړونو کې په اساسي ډول د (۱۱) میلیونه، (۲۲۶) زره او (۳۴۲) افغانېو په مجموعي لګښت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د اړوند څانګو رئيسانو او د وزارت کارکوونکو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.

د دې جومات د پرانېستې په مراسمو کې محترم شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب د قرآن عظیم الشان د آیتونو او د نبوي صلی الله علیه وسلم د احادیثو په بیانولو سره د جوماتونو د جوړولو او خدمت کولو د اهمیت او لوړ مقام په اړه مفصله وینا وکړه او زیاته یې کړه: واقعي او رښتینی مسلمان هغه څوک دی چې جوماتونه جوړوي او د هغه خدمت کوي، له نېکه مرغه نن سبا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د زیاتو جوماتونو د جوړیدو چارې روانې دي خو لازمه ده چې د جوماتونو په ظاهري بڼه اکتفا و نکړو، بلکې په جماعت سره د الهي عبادت پابندي ضروري او لازمي ده.

د دې مراسمو په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د جومات د جوړېدو په برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبرۍ له هڅو مننه وکړه او وې ویل: د دې جومات په جوړېدو سره به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو او مراجعینو ستونزې حل شي، اوس کولای شي په دغه ځای کې هم عبادت وکړي او هم د قرانکریم د تلاوت جلسې ترسره کړي.

محترم شیخ صاحب د جوماتونو او دیني مدرسو د جوړولو لپاره هڅې د ټولنې د هر وګړي مسؤلیت او دنده وګڼله، په دې برخه کې يې د علمای کرامو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې هر مسلمان باید د خپل توان په اندازه د دیني مدرسو د جوړولو او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

د یاد وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان هم په دې مراسمو کې وویل چې د اسلامي امارت رهبري د ملي بودیجې څخه په استفادې په هېواد کې لوی عمراني پروژې په لاره اچولي دي او دا کړنه د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه اخلاص او پوره ژمنتیا څرګندوي او په کار ده چې د دې لوی نعمت شکر اداء کړو.

نوموړي همداراز د ارشاد، حج او اوقافو له وزير څخه وغوښتل، چې د تېرو کلونو په پرتله د حج په مراسمو کې سږ کال د معلولينو او يتيمانو لپاره زياته سهمیه په پام کې ونيسي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود وویل: په هیواد کې د اسلامي نظام خدمت او هر اړخیز ملاتړ د ټولنې د هر وګړی وظیفه او دنده ده. له سختو ستړیاوو او هلو ځلو وروسته الله تعالی جل جلاله افغانانو ته دا نظام ورکړ او زموږ باید د دې ستر نعمت شکر ادا کړو او په دې برخه کې باید ټول په ګډه او همغږۍ سره د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا او پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړو او په هیواد کې د نظام د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړو.

هغه همداراز زیاته کړه: د جوماتونو معنوي آبادي د خدای تعالی په ذکر او عبادت سره حاصلیږي د تاریخ په اوږدو کې دا جوماتونه د افتاء، قضاء، خیرخواهي، جهاد او د هر هغه عمل ځای وو، چې د مسلمانانو په ګټه وو، او د دې جومات جوړول یې د اسلامي امارت د مشرانو یو لوی او عظیم احسان یاد کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۹:۲۳
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د (ZFA)خیریه مؤسسې سره د (۴۹) زره او (۷۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS