د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل
د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامين زهير د شهیدانو کورنیو او معلولينو د وضعیت د ارزونې، هغوی ته د وړاندې شوو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي او همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو له مدیریتونو څخه د ليدنې په موخه د ګیلان، مقر، ده یک او قرهباغ ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل.
محترم قاري شمس الامين زهير د یتیمانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوريدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
