د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اقتصادي او ټولنیزې پیاوړتیا په موخه د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۳۵
mmd

د دې هوکړه پر اساس به (۶۵۰) تنو اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اقتصادي ځان بساینې او پياوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې د کوچنیو کارو بارونو زمینه برابره شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سرپرست محترم شریف احمد ترمنځ لاسلیک شو، د پروژې ټولیز ارزښت یې (۶۳۱) زره او (۲۷۷) امریکایي ډالره کيږي چې د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ به، د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي.

محترم ملا صدو خان حق شناس د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال په دې وزارت کې د ثبت او راجسټر شوېو یتیمانو، کونډو او معلولینو مجموعي د آمارو او ارقامو، همداراز هغوی ته د خدمتونو وړاندې د څرنګوالي په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د مؤسسې له سرپرست څخه یې وغوښتل چې د مرستو په وېش کې د ټولنې دې اړمن قشر ته لومړیتوب ورکړي د هغوی لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې چمتو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره یې په همغږۍ یادو کسانو ته ووېشي تر څو له مرستو څخه واقعي مستحقین برخمن شي.

په ورته وخت کې د یادې مؤسسې سرپرست محترم شریف احمد هم د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لا زیاتو مرستو د چمتو کولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۸:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو آمریتونو لپاره نوي آمرین معرفي او خپلې دندې رسماً پیل کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم پر اساس، محترم مولوي علي احمد د دعوت او ارشاد ریاست اړوند په درېیم بست کې د مدرس په توګه، د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مستحقو کسانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۴۹
Background image

په بلخ ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د شهيدانو کورنيو او معلوليت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د هلال خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې. . .

BACK TO NEWS