د شهيدانو او معلولينو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د زابل او لوګر ولايتونو له واليانو سره وکتل

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۱۳

 د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د زابل والي محترم مولوي شیرمحمد شریف او د لوګر ولایت له والي محترم قاري صلاح الدين ايوبي سره جلا جلا لېدنې ترسره کړې.

د دې ليدنو پر مهال د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئيس محترم مولوي سردار محمد حبيب، د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د معلولینو د بیاځواکمنتیا رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع او همداراز د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي فضل الدین آغا هم حضور درلود.

د دې لیدنې پر مهال، د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ، په زابل ولایت کې د (۶۷۰) شهیدانو د کورنیو لپاره د استوګنې ښارګوټي د جوړولو موضوع هم وڅېړل شوه. همدارنګه د زابل او لوګر ولایتونو د شهیدانو او معلولینو ریاستونو پر وړاندې شته ستونزې د یادو ولایتونو له والیانو سره شریکې شوې.

په پای کې د زابل او لوګر ولایتونو واليانو هم د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره د پوره همکارۍ او د ځانګړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS