د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د یتیمانو او معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو د تدریسي چارو له بهیر څخه ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۳۲
mmd

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې چې د یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنائي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو، موټر او د موټرسایکلونو د ترمیم په برخو کې د حرفوي زده کړو پنځه میاشتنی پروګرام پیل شوی وو، نن د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د یاد شويو روزنیزو پروګرامونونو د تدریسي چارو له بهیر څخه یې ارزونه ترسره کړه.

د دې ارزونې په ترڅ کې محترم مولوي کلیم الله افغان یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو د اهمیت په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: هیله مند یم چې  په تېرو پنځو مياشتو کې مو له شته فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړې وي او له خپلو ترلاسه شوېو مهارتونو څخه په ورځيني ژوند کې پوره ګټه پورته کړئ تر څو له يوې خوا به مو د کورنۍ اقتصادي وضعيت وده ومومي او له بلې خوا به د خپلې ټولنې او هېوادوالو د خدمت جوګه شئ.

نوموړي همداراز یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونو د دايرولو او هغوی ته د خوراکي توکو او نغدي مرستو د چمتو کولو په پار د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې مسؤلينو هڅې وستایلې او له هغوی څخه یې د زړه له تله مننه وکړه.

همدارنګه د ارزونې په ترڅ کې د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دیني او عصري علومو د زده کړې او همدارنګه د حلال رزق د ترلاسه کولو د ارزښت  په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د حلال رزق ګټل د اسلام په سپیڅلي دین کې یو له مهمو اعمالو څخه شمیرل کیږي او په هر مسلمان باندې لازمه ده چې د خپلو هلو ځلو له لارې حلال رزق وګټي او د نورو له بار او محتاج کیدو څخه ځان وژغوري.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د فني او حرفوي زده کړو، زده کوونکي وهڅول چې له خپلو مهارتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي او نورو مسلمانانو ته یې هم ور زده کړي او د یو رښتیني مسلمان په توګه د ټولنې خدمت وکړي.

همدارنګه د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد د دې  مرکز د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: اوس مهال په دغه مرکز کې یتیمانو او معلولینو ته په اوو بېلابېلو حرفو کې زده کړې ورکول کېږي او هڅه کېږي چې په راتلونکې کال کې دا شمېر ديارلسو حرفو ته لوړ شي.

د يادونې وړ ده چې د دې ارزونې پر مهال د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي امان الله جمالي، د وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب ابوعبیده او د یاد مرکز آمرینو او کارکوونکو حضور درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۲۰
Background image

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لاښه سمون او مؤثریت په موخه د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د رياست اړوند. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۸:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو آمریتونو لپاره نوي آمرین معرفي او خپلې دندې رسماً پیل کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم پر اساس، محترم مولوي علي احمد د دعوت او ارشاد ریاست اړوند په درېیم بست کې د مدرس په توګه، د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د لوګر ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مستحقو کسانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو. . .

BACK TO NEWS