د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د دوو آمریتونو لپاره نوي آمرین معرفي او خپلې دندې رسماً پیل کړې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۸:۴۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د حکم پر اساس، محترم مولوي علي احمد د دعوت او ارشاد ریاست اړوند په درېیم بست کې د مدرس په توګه، د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري او همداراز محترم مولوي عبدالمنان د معلولینو د بیاځواکمنتیا ریاست د ذهني او رواني څانګې د آمر په توګه د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد له خوا معرفي او خپلې دندې یې رسماً پېل کړې. 

د ذهني او رواني څانګې د نوي آمر د معرفي په غونډه کې، د معلولینو د بیاځواکمنتیا رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع، نوي آمر ته یې د ټاکل کېدو مبارکي وویله او ډاډ یې ورکړ چې سپارل شوې چارې به د بشپړې همغږۍ او همکارۍ په فضا کې ترسره شي.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد د ذهني او رواني څانګې نوي آمر ته د چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه، هغه همداراز له اړوندو کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپلې سپارل شوې دندې په پوره همغږۍ ترسره کړي او د خپل آمر څخه اطاعت وکړي تر څو ټاکل شوې موخې په ښه توګه ترلاسه شي.

په دې معرفي غونډه کې د وزارت اړوند د جومات امام محترم حافظ محمد اقبال هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې په ادارو کې تغییر او تبدیل د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې ترسره کېږي، او هلته چې اړتیا ولیدل شي، وړ او تجربه لرونکي کسان د اړوندو بستونو لپاره معرفي کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS