د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۴۹) مستحقو کورنيو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د قمر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر (۴۹) مستحقو کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته (۱۴۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرستې پر مستحقو کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د استازو او د خیریه بنسټ د مسؤلينو په حضور کې په عادلانه او شفاف ډول ووېشل شوې.
