د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۲۰
mmd

د چارو د لاښه سمون او مؤثریت په موخه د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د رياست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

د غونډې په پېل کې محترم مولوي جان محمد حکمت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د اسنادو د سروې او تصفیې پروسې د پېل پر څرنګوالي خبرې وکړې او د اړوند ریاست کارکوونکي یې په څو بېلابېلو ډلو ووېشل تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له منظور شوې طرحې سره سم، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تصفیې او سروې پروسه په منظم ډول ترسره کړي، چې د یادې پروسې له بشپړیدو وروسته به، په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې د هغوی د میاشتنې نغدي مساعدتونو (ماهانو) د ورکړې پروسه هم پېل شي.

په دې غونډه کې له کارکوونکو څخه غوښتل شول چې په خپلو سپارل شوو دندو کې د شفافیت اصول رعایت کړي او له هر ډول فساد څخه مخنیوی وکړي.

د غونډې په پای کې د شته نیمګړتیاوو او ستونزو د حل پر لارو چارو هم خبرې وشوې او د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس له لوري د غونډې ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS