شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند لپاره د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو ریاست په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د (۹۳۳) تنو یتیمانو لپاره د مرستو د برابرولو په موخه، د (۳۵) زره او (۹۶۵) ډالرو په ارزښت د ژوند لپاره د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یوه هوکړه لیک له مخې به ، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې (۲۳۳) تنو مستحقو یتیمانو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.
همداراز، د دویم هوکړه لیک پر بنسټ به، په ننګرهار ولایت کې د (۷۰۰) تنو یتیمو ماشومانو ته قرطاسیه باب ورکړل شي او یاد هوکړه لیکونه به د ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ تطبیق شي.
