په غزني ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو خوراکي توکي ترلاسه کړل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۵:۵۱
mmd

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د دې ولایت د مرکز په شمول په زنخان، اندړ، قره باغ، ده یک او واعظ ولسوالېو کې پر سل (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې، نخود، لوبیا، چای، خُرما او مالګه شامل وو، په شفاف ډول وویشل شول.

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په پام کې لري چې د دولتي ادارو او خیریه بنسټونو سره په همکارۍ او همغږۍ د روژې مبارکې میاشت کې دې اړمن قشر(یتیمانو، کونډو او معلولینو) ته د مرستو لړۍ جاري وساتي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS