په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه
د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او يو اندازه نغدي مرستې چې د یوې خیریه مؤسسې له لوري یاد ریاست ته سپارل شوې وې، هغه یې د شهیدانو کورنيو ته ووېشلې.
محترم مولوي جان محمد حکمت د شهيدانو کورنيو ته یې ډاډ ورکړ چې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست هڅه تل دا ده چې د ثبت شويو یتیمانو، کونډو او معلولینو میاشتني نغدي مساعدتونه پر خپل وخت حواله کړي او هغه کسان چې تر اوسه ثبت شوي نه وي، هغوی دې هم اړوند رياست ته مراجعه وکړي، ستونزو ته به یې له نږدې بشپړه رسیدګي وشي.