په بلخ ولایت کې د شهيدانو او معلولینو پر (۳۰۰) مستحقو کورنېو باندې خوراکي توکي وویشل شول

د بلخ ولایت په شهيدانو او معلولينو رياست او کلدار ولسوالۍ کې د امریکا مسلمانانو زکات خیریه بنسټ له لوري او د ياد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په هغمږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۳۰۰) کورنېو باندې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، وريجې، روب، بوره، چای او همداراز ځينې البسه توکي شامل وو، وویشل شول.
ديادو مرستو د ويش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مولوي جان محمد حکمت او ځينو نورو مسئولينو حضور درلود همداراز راغلو مستحقو خلکو ياده مرسته د مشرانو شفقت او مهرباني وبلله چې د رمضان المبارک په مياشت کې يې ددوی لاس نيوی وکړ