د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست کې د راپورونو د تحلیل او توحید نوی آمر معرفي شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ د لزوم دید پر اساس محترم خان افضل د دې وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان ریاست اړوند د راپورونو د توحید او تحلیل د نوي آمر په توګه د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري کارکوونکو ته معرفي او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.

د معرفي په دې غونډه کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د اړوند ریاست آمرینو او کارکوونکو حضور درلود.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي وویل: په ادارو کې تغییر او تبدیلي د مشرانو د لزوم دید، د اړتیاوو، د کاري حجم زیاتوالي، د کارکوونکو مسلکي وړتیاوو ته په کتو ترسره کېږي، تر څو د یادو کارکوونکو له مسلکي پوهې څخه سمه ګټه واخیستل شي او د اړوندې ادارې موخې په سمه توګه ترلاسه شي.

د کارکوونکو چارو رئیس زیاته کړه: نن ورځ د کارکوونکو لپاره ګڼ امکانات او منابع شتون لري، دا د هر یوه مسؤلیت دی چې له دغو فرصتونو او منابعو څخه اعظمي استفاده وکړي او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه ضایع نه کړي، د سپارل شوو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې مسلکي چلند غوره کړي او هڅه وکړي چې خپلې علمي او مسلکي وړتیاوې نورې هم لوړې کړي، ترڅو په خپلو دندو کې ښه وځلېږي.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي نوي آمر ته یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د چارو په ترسره کولو کې له هغه سره بشپړه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې محترم خان افضل تر دې وړاندې د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د آمر په توګه دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS