د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د کابل ښاروالۍ له لوري د غرفو د ویش پروسې پر چټکتیا خبرې وشوې

sadiq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۸:۴۶
ds

د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د کابل ښاروالۍ له لوري د غرفو د ویش پروسې پر چټکتیا خبرې وشوې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د همغږۍ او برنامو مرستیاله صبرۍ اندړ د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیز خدمتونو مرستیال سرمحقق محمد فاضل شریفی سره وکتل.

آغلې اندړ د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدنې په موخه د ترسره کړو فعالیتونو، اصلاحاتو، سیستم جوړونې او فساد سره د مبارزې په اړه معلومات وړاندې کړه وویل، چې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې د حقوقو ورکړې تر څنګ د دوی د ژوند د ښه والي او اقتصادي ملاتړ په موخه مختلفو برخو کې بنسټیز کارونو ته اړتیا ده، چې پایله یې باید په منځمهال او اوږدمهال کې محسوسه او د حساب وړ وي. آغلې اندړ د یاد قشر د اقتصادي پیاوړتیا په موخه کابل ښار کې د غرفو پر ویش ټینګار وکړ او ښاغلي شریفي څخه یې غوښتنه وکړه چې یاده پروسه ژر تر ژره پیل کړي. آغلې اندړ د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غرفو د ویشلو په مو د دواړو ادارو ترمینځ د لاسلیک شوی هوکړه لیک د تطبیق غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي شریفي یاد وزارت د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې د ملاتړ لپاره مهم وباله، ترسره شوي فعالیتونه یې وستایل او د نورې پراختیا هیله یې هم څرګنده کړه. ښاغلي شریفي وویل، چې معلولین او د شهیدانو وارثین د ټولنې ستر او مهم قشر دی، باید زیاته پاملرنه ورته وشي. نوموړي همدارنګه په کابل ښار کې د غرفو د ویش په اړه هم مثبت نظر وړاندې کړ او دا یې د یاد قشر بنسټیز حق وګڼه، زیاته یې کړه، چې د قانون او دواړو ادارو تر مینځ لاسلیک شوی هوکړه پر بنسټ د غرفو ویش د دوی د اقتصادي ستونزو د حل او رسیدګي په برخه کې اغېزناک ثابتېدای شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۳
Background image

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له اړوندو کارکوونکو څخه د عقيدتي او فقهي مسایلو ازموینه واخیستل شوه

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد اړوند مسؤل له لوري د یاد ریاست کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په برخه کې یو منظم تدریسي پروګرام پېل شوی وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۴۵
Background image

د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد ته، ستاینلیک ورکړل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په حضور کې د کارکوونکو چارو رئیس. . .

BACK TO NEWS