د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم مولوي سخي جان یې ملتیا کوله، پروان ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاست اړوند د دعوت او ارشاد له چارو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد چارو په هکله لازمې سپارښتنې وکړې او د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS