د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد ته، ستاینلیک ورکړل شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۴۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم ‌الله افغان او د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش په حضور کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي له خوا د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد ته د یتیمانو، کونډو او معلولینو  د ښه خدمت کولو، په منظم ډول د اداري چارو ترسره کولو او نورو اړوند برخو د ښه مدیریت په پار ستاینلیک ورکړل شو.

یاد ستاینلیک د وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د موندنو او سپارښتنې له مخې، د مؤظفې کمېټې له دقیقې ارزونې وروسته او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبدالمجید آخند له منظورې سره سم محترم مولوي شبیر احمد ته ورکړل شو.

محترم مولوي شبیر احمد د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس په توګه، د خپلې دندې په موده کې د یاد ریاست ټولې اداري، مالي او خدماتي چارې په پوره نظم، ژمنتیا او د اصولو مطابق ترسره کړي دي، د هغه د ژمنتیا، مسؤلیت ‌پالنې او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو له امله، نوموړی د شهیدانو او معلولینو چارو  وزارت د رهبرۍ له خوا د ستاینلیک وړ وګڼل شو.

د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان نوموړي ته د چارو په ترسره کولو کې د لا بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS