د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې له شپږ دیرشو (۳۶) تنو کارکوونکو څخه د یوې روزنیزې دورې له بشپړولو وروسته د کمپیوټر د پروګرامونو ازموینه واخیستل شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د یاد وزارت اړوند (۳۶) تنو کارکوونکو ته د کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه د کمپیوټر پروګرامونو (ورډ او اکسل) تدریس پیل کړی وو چې نن د دغو پروګرامونو له بشپړولو وروسته د ذکر شویو کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې اخیستو په موخه په جوړ شوي پروګرام کې د دې وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست، د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي او د پرمختیائې پروژو د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار حضور درلود.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري د ممتازو زده کوونکو لپاره ستاینلیکونه هم په پام کې نېول شوي دي.