د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې له شپږ دیرشو (۳۶) تنو کارکوونکو څخه د یوې روزنیزې دورې له بشپړولو وروسته د کمپیوټر د پروګرامونو ازموینه واخیستل شوه

nasrat_admin
Sun, Feb 18 2024 3:24 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست د یاد وزارت اړوند (۳۶) تنو کارکوونکو ته د کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه د کمپیوټر پروګرامونو (ورډ او اکسل) تدریس پیل کړی وو چې نن د دغو پروګرامونو له بشپړولو وروسته د ذکر شویو کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.

 د ازموینې اخیستو په موخه په جوړ شوي پروګرام کې د دې وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست، د بشري سرچینو رئيس محترم مولوي محمد موسی صديقي او د پرمختیائې پروژو د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار حضور درلود.

 د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري د  ممتازو  زده کوونکو لپاره ستاینلیکونه هم په پام کې نېول شوي دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS