په کندهار ولایت کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش
د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ( iHH) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل.
په يادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو.
د مرستو د وېش پر مهال د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د یادې مؤسسې استازو هم شتون درلود.
