د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین اریوبي په مشرۍ د ۲۲ کورنیو مرستندویه موسسو له مسولینو سره ناسته ترسره شوه

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۵:۱۰
عکس

معلولیت لرونکو وګړو ته باید محسوس او مثبت خدمتونه وړاندې شي، لعل الدین اریوبي

نن سه شنبه (د چنګاښ ۱۱) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر جلالتماب لعل الدین اریوبي په مشرۍ د ۲۲ کورنیو مرستندویه موسسو له مسولینو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ناسته ترسره شوه.

دا موسسې د معلولیت لرونکو وګړو په برخه کې فعالیت کوي او دوی ته د ژوند په مختلفو اړخونو کې خدمتونه وړاندې کوي.

په پیل کې ښاغلي اریوبي د یادو موسسو مسولینو او استازو ته ښه راغلاست ووایه، خوښي یې څرګنده کړه، چې ډېره موده وروسته یو ځل بیا معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمت په موخه په یوه مېز سره راټول شوي یو.

ښاغلي اریوبي د یاد وزارت او مرستندویه موسسو تر منځ د کاري همغږي پر رامنځته کېدو او زیاتېدو تاکید وکړ زیاته یې کړه، چې یادې موسسې باید خپل ټول فعالیتونه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لارې، چې یو رسمي دولتي نهاد دی، په ښه توګه ترسره او د خپلو فعالیتونو راپورونه وخت پر وخت په منظم ډول یاد وزارت سره شریک کړي، تر څو پایله یې ټولو ته روښانه، مثبته او محسوسه وي.

د دغو مرستندویه موسسو مسولینو له جلالتماب وزیر څخه مننه وکړه، چې د داسې یوې مهمې غونډې فرصت یې رامنځته کړ او دا به د کاري همغږۍ په ډېرښت کې د پام وړ اغېز او رول ولري. دوی زیاته کړه، چې داسې ناستې باید دوامداره شي.

د ټولو موسسو مسولینو معلولیت لرونکو وګړو ته د خپلو مختلفو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې ټولې چارې به د دې وزارت له لارې ترسره کوي.

پرېکړه وشوه، چې په نږدې راتلونکي کې به معلولیت لرونکو وګړو ته د ژوند په ټولو برخو کې د خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو په موخه د یاد وزارت او موسسو تر منځ د همکارۍ دوه اړخیز هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت یاد قشر ته د خدمت بشپړ هوډ لري، چې د شهیدانو د حقوقو د ورکړې پروسې او د خدمتونو د برېښنایي کولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره د ننني هوکړه لیک لاسلیک یې ښه بېلګه ده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS