په غور ولايت کې د فدايانو او متعدد مجردو شهیدانو له کورنېو سره نغدي مرستې ترسره شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو پلاوی چې په هغه کې د هرات ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي علاءالدین سعد، د دې وزارت د خاصو شهیدانو چارو آمر محترم مولوي محمد او د خاصو شهیدانو د چارو آمریت د محاسبې عمومي مدیر محترم زاهدالله میاخېل شامل وو، د غور ولايت په مرکز او ولسوالېو کې د (۲۳) فدايانو او متعدد مجردو شهیدانو کورنېو پوښتنې او ليدو ته ورغلل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او هرې کورنۍته (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.