د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي توکو د وېش او چمتو کولو په موخه د بشري مرستو ټولنې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۲:۳۰
mmd

یاد هوکړه لیک چې د دې وزارت د پلان، پالیسۍ او بهرنېو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د بشري مرستو ټولنې مؤسسې مسؤل محترم نصر الله شینواري ترمنځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به، په کابل ولایت کې (۲۵۰) تنو اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي مواد چمتو او ووېشل شي.

د یادونې ده، چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۱۴) زره او (۷۳۰) امریکایي ډالره کېږي چې د يوې مياشتې په موده کې به د کابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS