د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس ته د ښو فعالیتونه او هڅو په پار ستاینلیک ورکړل شو

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۲:۴۶
mmd

د (HHRD) خيريه مؤسسې رهبرۍ له لوري د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز رئيس محترم ملا رحمت اللّٰه خالد ته د حرفوي زده کړو پروګرامونو د ښه پلي کېدو، اغېز منو خدمتونو، سپېڅلتيا، وطن پالنې، هر اړخيزو همکاريو او د وروستېو لاسته راوړنو په پار ستاینلیک ورکړل شو.

د یادې مؤسسې رهبرۍ د محترم ملا رحمت الله خالد کړنې او فعاليتونه وستايل او هغه ته یې په چارو کې د لازياتو برياليتوبونو هیله څرګنده کړه.

په ورته وخت کې د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز رئيس د (HHRD) خيريه مؤسسې څخه مننه وکړه او یتیمانو او معلولینو ته یې خدمت کول خپل ایماني او وجداني مسؤليت وباله او په دې برخه کې یې د لازياتو همکاريو ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS