د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کي (۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو خوراکي توکي ترلاسه کړل

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۲:۳۳
mmd

د ترکیې هېواد د ټیکا مؤسسې له لورې او د یاد وزارت په همغږۍ پر(۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، چای او روب شامل وو، وویشل شول.

د مرستو د ویش پرمهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثنا‌ء الله فرقاني، د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د ټیکا مؤسسې مشر محترم فاضل آکن اردوغان حضور درلود.

د یادو مرستو پر مهال محترم ملا صدو خان حق شناس خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په هېواد کې د څلویښت کلونو جګړو په پایله کې ډیر خلک زیانمن شوي چې تر ټولو زیانمن قشر یتیمان، کونډې او معلولین دي او د دې وزارت اصلي موخه هم د یاد قشر لاسنېوی او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کول دي.

په ورته وخت کې د یادې مؤسسې مشر د خبرو په ترڅ کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د دې مؤسسې موخه اړمنو خلکو ته د مرستو رسول دي او هوډ لرو چې خپلو مرستو ته به دوام ورکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۱۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې پر (۱۶۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي وویشل شول

په ننګرهار ولایت کې د (HHRD)خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر (۱٦۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې اووه (۷) ډوله خوراکي توکي چې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۳:۵۷
Background image

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو د لیدنې په موخه د بغلان مرکزي ولسوالۍ ته سفر وکړ

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ پلاوي د بغلان ولایت د وروستیو خونړیو سیلابونو له امله د دې ولایت یو شمېر زیانمنو شویو سیمو ته سفر وکړ. . .

BACK TO NEWS