د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د برېښنايي ويلچرونو د ويش په تړاو خبرتيا!

د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د برېښنايي ويلچرونو د ويش په تړاو خبرتيا!
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په پام کې لري، چې د ملاتړو بنسټونو په همکارۍ د (۲۵) تنو معلوليت لرونکو وګړو لپاره برېښنايي ويلچرونه وويشي.
نو پر همدې بنسټ، په لاندينيو شرايطو برابر معلولين دې ورته نومليکنه وکړي:
۱. معلول بايد د بشپړ فلج درلودونکی وي او يا دوې پښې يې له لاسه ورکړې وي.
۲. له دې وړاندې د وزارت له مرستو نه وي برخمن شوی.
په شرايطو برابر معلولين دې د معلوليت کتابچې سره يو ځای خپل غوښتنليک د روانې غويي مياشتې تر ۲۰مې نيټې پورې د وزارت د ټولنيزو چارو خدمتونو رياست ته وسپاري.
د لا زياتو معلوماتو لپاره د لاندينيو شمېرو سره اړيکه کې شئ:
717
او
0707000029