د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې، په کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له رئيس سره وکتل

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۸:۴۴
xz

د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې، په کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له رئيس سره وکتل

نن چهارشنبه د سلواغې په ۲۹مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې جمیلې نورستانۍ، په کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له رییس فرید احمد ضیا سره وکتل او په مهمو او اړوندو مسايلو يې خبرې وکړې.

په پيل کې آغلې نورستانۍ د ترکیې هېواد د همکارۍ او دوامداره مرستو له امله مننه وکړه وويل: د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکي وګړي د ټولنې محروم قشر دی او لا زيات ملاتړ او لاسنیوي ته اړتيا لري.

نوموړې له ښاغلي ضيا څخه وغوښتل، چې د ياد قشر لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو، کارموندنې، ترکيې ته د تداوۍ په موخه د معلوليت لرونکو وګړو لېږلو او هغوی ته د تحصيلي بورسونو برابرولو برخو کې د پاموړ همکاري وکړي.

د ترکیې د سرې میاشتې مشر فرید احمد ضیا، ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره په همغږۍ به په افغانستان کې د معلوليت لرونکو لپاره خپلې بشري مرستې پیل کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اقتصادي، ټولنیز او ظرفیت لوړولو (ODESC) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نورستان ولایت کې د یتیمانو، معلولینو او نورو زیانمن شویو ځوانانو ته د مسلکي مهارتونو د زده کړې په موخه، د (ODESC) مؤسسې سره (۴) لکه، (۳۶) زره او (۲۷۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۵
Background image

په هلمند ولایت کې پر (١٠٠) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRI) مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو، یتیمانو او کونډو باندې خوراکي مرستې په شفاف او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۶) لکه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د هوسا ژوند برابرولو په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره د (۶) لکه، (۱۶) زره او (۱۶۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې. . .

BACK TO NEWS