د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې، په کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له رئيس سره وکتل

sadiq_admin
Thu, Feb 18 2021 8:44 AM
xz

د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې، په کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له رئيس سره وکتل

نن چهارشنبه د سلواغې په ۲۹مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کوونکې مرستيالې جمیلې نورستانۍ، په کابل کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له رییس فرید احمد ضیا سره وکتل او په مهمو او اړوندو مسايلو يې خبرې وکړې.

په پيل کې آغلې نورستانۍ د ترکیې هېواد د همکارۍ او دوامداره مرستو له امله مننه وکړه وويل: د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکي وګړي د ټولنې محروم قشر دی او لا زيات ملاتړ او لاسنیوي ته اړتيا لري.

نوموړې له ښاغلي ضيا څخه وغوښتل، چې د ياد قشر لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو، کارموندنې، ترکيې ته د تداوۍ په موخه د معلوليت لرونکو وګړو لېږلو او هغوی ته د تحصيلي بورسونو برابرولو برخو کې د پاموړ همکاري وکړي.

د ترکیې د سرې میاشتې مشر فرید احمد ضیا، ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره په همغږۍ به په افغانستان کې د معلوليت لرونکو لپاره خپلې بشري مرستې پیل کړي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS