ژمن يو چې د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره رڼه او هر اړخيز خدمات وړاندې کړو

sadiq_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۹:۱
ss

ژمن يو چې د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره رڼه او هر اړخيز خدمات وړاندې کړو

نن شنبه د سلواغې په ۱۸مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير ښاغلي حميدالله فاروقي، د معلولينو ټولنو د انسجام او همغږۍ رهبرۍ غړو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه يې واوريدل.

د ناستې په پيل کې د معلولينو په استازيتوب ښاغلي ملک محمد ملکزاده د معلولينو پر وړاندې د موجوده ستونزو؛ لکه د سرپناه نشتون، د قانون نه تطبيق، کارموندنې، زدکړو او تحصيلي بورسونو برابرول، د ملي فدراسيون جوړول، او نورو بېلابېلو مسايلو يادونه وکړه او د وزارت له مشرتابه يې د حل غوښتنه وکړه.

د ناستې نورو ګډونوالو هم خپل نظرونه او ليدلوري له ښاغلي فاروقي سره شريک کړل او هيله يې وکړه، چې ستونزو ته يې رسيدنه وشي.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير ښاغلي پوهنمل، حميدالله فاروقي د ټولو ناخوالو مور جګړه وګڼله وويل: چې د شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو ته رسيدنه يې مسوليت دی او ژمنه يې وکړه چې د ټولنې دی درديدلي قشر لپاره به رڼه او هر اړخيز خدمات وړاندې کوي.

دده په خبره، چې ولسمشر د شهيدانو ورثې او معلولينو په اړه له ټولو ستونزو خبر دی او د هغه له لارښوونو سره سم به د ياد قشر د ستونزو هواري او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې جدي او قاطع اقدامات ترسره کړي.

نوموړي په پای کې له دوی څخه هيله وکړه، چې د ملي شورا له مخې د تحصن خيمې لرې کړي او له وزارت سره په ګډه، همغږۍ او همکارۍ عدالت غوښتنې ته په يو غږ دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS