په فراه ولایت کې سل (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل
په فراه ولایت کې د (HHRD) مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ په سل (۱۰۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه وویشل شول.
د ویلچرونو د ویش پر مهال د فراه ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي برهان الدین حليم وویل: د یادو ویلچرونو د ویش سره به د معلولیت لرونکو وګړو ستونزې تر ډیرې کچې حل شي او د هغوی په ورځني ژوند کې به آسانتیاوې رامنځته شي.