د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۳۰۰) تنو اړمنو کسانو مرستې ترلاسه کړې
د یوه خیرخواه سوداګر له لوري د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ پر(۳۰۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې وویشل شوې چې هر مستحق ته یوه بورۍ اوړه پنځه لیتره مایع غوړي ورکړل شول.
د یادو مرستو د ویش پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د دې وزارت د پرمختیائي پروژو د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او د یاد ریاست ځینو کارکوونکو هم حضور درلود.