د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي وویشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې پر (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې خوراکي او غیر خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، لوبیا، غوړي، بوره، مالګه او همداراز نارینه او ښځینه ټوکر شامل وو، وویشل.
په ورته وخت کې هر یتیم ته (۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.
د یادولو وړ دی چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې مؤسسې ځینو مسؤلينو هم حضور درلود.