د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې
د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې ووېشلې، په يادو مرستو کې د هر مستحق لپاره دوه بورې اوړه په پام کې نیول شوي وو.
یادې مرستې د ولسوالیو د شهیدانو او معلولینو چارو مدیرانو په شتون کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.
هغه کسان چې له یادو مرستو څخه برخمن شوي وو، د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د خیریه بنسټ د مسؤلینو له هڅو او مرستو یې خوښي وښوده.
