د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کي (۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو خوراکي توکي ترلاسه کړل

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۲:۳۳
mmd

د ترکیې هېواد د ټیکا مؤسسې له لورې او د یاد وزارت په همغږۍ پر(۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، چای او روب شامل وو، وویشل شول.

د مرستو د ویش پرمهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثنا‌ء الله فرقاني، د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د ټیکا مؤسسې مشر محترم فاضل آکن اردوغان حضور درلود.

د یادو مرستو پر مهال محترم ملا صدو خان حق شناس خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په هېواد کې د څلویښت کلونو جګړو په پایله کې ډیر خلک زیانمن شوي چې تر ټولو زیانمن قشر یتیمان، کونډې او معلولین دي او د دې وزارت اصلي موخه هم د یاد قشر لاسنېوی او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کول دي.

په ورته وخت کې د یادې مؤسسې مشر د خبرو په ترڅ کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د دې مؤسسې موخه اړمنو خلکو ته د مرستو رسول دي او هوډ لرو چې خپلو مرستو ته به دوام ورکړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (IHH) خیریه مؤسسې تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (IHH) خیریه مؤسسې د رئيس محترم سلیمان ایپلي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د همدرد خیریه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او کونډو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د همدرد خیریه مؤسسې سره د (۴۵) زره او (۱۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 د دې هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن ماسپښین د سیدالشهداء حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه خیریه بنسټ له مسؤلينو سره ليدنه وکړه.

یاد خیریه بنسټ چې د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS