د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ د کمک (COMAC) نړېوالې موسسې، له جګړو اغېزمنو کورنیو سره اقتصادي مرسته وکړه

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۴:۲
ss

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ د کمک (COMAC) نړېوالې موسسې، له جګړو اغېزمنو کورنیو سره اقتصادي مرسته وکړه

نن چهارشنبه د مرغومې په دويمه ، د کمک نړېوالې موسسې د مرکزي زون دفتر لخوا د جګړو ځپليو کورنیو سره د ځان بساينې په موخه اقتصادي مرسته وکړه.

د مرستو د وېشلو یاد بهیر ته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د خدمتونو وړاندې کوونکې او ملاتړ مرستياله جميله نورستانۍ هم ور بلل شوې وه.

آغلې نورستانۍ د کمک موسسې څخه مننه وکړه، چې له وزارت سره په همغږۍ په افغانستان کې له جګړو ځپليو کورنیو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي او د هغوی د اقتصادي پياوړتيا او ځان بساینې لپاره هڅې او فعاليتونه ترسره کوي.

نوموړې په وروستيو پېښو کې د شهيدانو کورنيو ته د تسليت مراتبو د څرګندولو تر څنګ، له هغوی وغوښتل چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت ته ورشي، ځانونه ثبت او راجستر کړي، څو له خپلو کلنيو حقونو برخمن او ستونزو ته يې پر وخت رسيدنه وشي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS