د فاریاب ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
css

د فاریاب ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د فاریاب ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور له مخې د دې ولایت اړوند د (۱۰۲۵) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوق د دوی بانکي حسابونو ته استول شوي دي او دوی ته (۵۳۷۸۴۵۸۱) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې ( ۲۶۷) شهیدانو د حقوقو ورکړې کار په جریان کې دی. دوی ته (۶۷۹۶۷۵۷۹) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده، چې د کاري پروسې له نهایي کېدو سره به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي.
د (۸۹) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شوي دي او دوی ته (۵۲۹۴۶۷۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه.
د (۵۵۵۵) ملکي شهیدانو حقوق د پروسس په حال کې دي، چې ژر به بانکي حسابونو ته ولېږدول شي او (۲۹۶۵۰۹۹۹۴) افغانۍ بودیجه ورته په پام کې نیول شوې ده. همدارنګه (۱۱۸۴۰) ملکي معلولینو حقوق تر کار لاندې دي او (۶۷۳۶۱۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

خبرتیاوې

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۱۵
Background image

مستقبل د لوړو زده کړو موسسی خبرتیا

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او کارکوونکو د علمي سویی او ظرفیت لوړاوی په موخه په لاندي پوهنځیو کې د ځانګړي تخفیف په ورکولو سره د ۱۴۰۱ لمریز . . .
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

خبرتیا!

د ملی عمل درېیم پروګرام کې د شمولیت په مو خه د ټولنې بېلابېلو پر ګنو وړاندېز شویو موضوع ګانو را ټولولو په موخه د افغانستان پرانیستې دولت دارۍ مشارکت اعلامیه

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۵:۳۰
Background image

خبرتيا!

د يادونې وړ ده، چې د ياد فورم تر ډکولو پورې، د شهيدانو ورثې معاشونه ځنډول کېږي.

Back to announcements