د امنیتي ځواکونو ۵۵۰ کورنۍ له خوراکي او نورو توکو څخه برخمنې شوې

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۹:۳۲
۱

د امنیتي ځواکونو ۵۵۰ کورنۍ له خوراکي او نورو توکو څخه برخمنې شوې

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شهید د اونۍ په مناسبت د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او ټپیانو له ۵۵۰ کورنیو سره چې د کابل ولایت د بیلابیلو ځانمرګو بریدونو له امله ټپیان یا هم شهیدان شوي وو د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته وکړه.

د دغو مرستو د وېش لړۍ د یاد وزارت مرستیال ښاغلي مطیع الله ″ صافی ″ ، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي دل آقا ″ صوفی زاده ″ او د کابل ولایت والي ښاغلي محمد یعقوب ″ حیدري ″ په شتون سره د طبیعي پېښو په چارو کې د دولت وزارت په ځای کې ترسره شوه.

په ورکړل شویو خوراکي او نورو توکو کې غنم ، وریځې ، غوړي ، بوره ، بوټونه او پلاستیکي لوښي شامل وو چې د شهیدانو او ټپیانو د اړمنو کسانو تر لیدنې او ګرویږنې وروسته هغوی ته وویشل شول.

د دې تر څنګ ښاغلي محمد یعقوب ″ حیدري ″ د خپلو خبرو په ترځ کې وویل چې په پام کې لري ترڅو د امنیتي ځواکونو ۱۳۰۰ کورنیو ته کورونو وویشل شي او په هر هغه ښارګوټي کې چې د کابل په ښار کې جوړیږي د شهیدانو د ورثوو ونډه په پام کې ونیول شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS