د شهيدانو او معلولينو چارو په وزارت کې د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم د لاښه والي په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۵:۲۷
mmd

د ماليې وزارت څخه راغلي پلاوي د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بودیجې او مالي چارو له آمرینو سره، په آفمس (د افغانستان مالي مدیریت معلوماتي سیسټم) کې د نویو بدلونونو د راوستلو او د دې وزارت د مالي برخې کارکوونکو ته د روزنیز ورکشاپ د دایرولو پر څرنګوالي مشورتي غونډه ترسره کړه.

یاد پلاوی د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بودیجې او د مالي چارو له آمرینو څخه وغوښتل چې په آفمس سیسټم کې د نویو بدلونونو د تطبیق په برخه کې د مالیې وزارت له مسؤلینو سره بشپړه همکاري وکړي او خپل وړانديزونه او پوښتنې دې له اړوند مسؤلينو سره شریکې کړي.

همداراز، د مالیې وزارت پلاوي یادونه وکړه چې نوی آفمس سیسټم له نېکه مرغه، د مالیې وزارت اړوندو کارکوونکو لخوا جوړ شوی دی، تر دې مخکې، په مالیې وزارت کې د بهرنیو هیوادونو لخوا ډیزاین شوی آفمس سیسټم کارول کېده.

د یادونې وړ ده چې په آفمس سیسټم کې د نویو بدلونونو په پلي کيدو سره به، په مالي چارو کې د چټکتیا ترڅنګ لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۳۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د قمر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د قمر خیریه بنسټ استازي محترم ریاض احمد صافي تر منځ د یو میلیون او (۲۲۵) زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۲۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د ناروې کمېټې له عمومي مشر سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د ناروې کمېټې له عمومي مشر ښاغلي تاریا واتردال او راغلي پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالغفار غفوري په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري. . .

BACK TO NEWS