د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۴:۹
mmd

یاده غونډه چې د دې وزارت د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د دې ریاست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم قاري عبدالکریم حلیمي د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت له منظور شوې طرحې سره سم د معلولینو تثبیت، ثبت او هغوی ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې په تړاو خبرې وکړې او له اړوند کارکوونکو یې وغوښتل چې خپلې ورځنۍ چارې په پوره اخلاص او همغږۍ سره پرمخ یوسي او د دې ریاست د کاري بهیر د ارزونې پر مهال باید د څارنې او ارزونې او د داخلي پلټنې ریاستونو د ټاکل شوېو پلاويو سره همکاري وکړي او د هغوی پوښتنو او غوښتنو ته په وخت سره ځواب ووایي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS