د چارو د لاښه والي او د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه جوړه شوه
یاده غونډه د نورستان ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نعيم حکيمي په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د ولسواليو او د یاد ریاست اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي محمد نعيم حکيمي د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د منظور شوې طرحې سره سم د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت پروسې، په ۱۴۰۳ مالي کال کې د دې ریاست پر موخو، پلانونو، او د بوديجې پروخت مصرفولو او په روان کال کې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو، ، د ترتیب شوي لیست پر اساس د کور په کور د تصفیې پروسې پر څرنګوالي او همداراز مستحقو کسانو ته د پر وخت او غوره خدمتونو وړاندې کولو په تړاو خبرې وشوې.
محترم مولوي محمد نعيم حکيمي د دې غونډې په ترڅ کې د ياد رياست له کارکوونکو څخه وغوښتل تر څو ورسپارل شوي مسؤلیتونه يو الهي امانت وګڼي او له هر ډول فساد، سرغړونې، غیر قانوني کارونو او غفلت څخه په کلکه ډډه وکړي.