د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د جرمني هېواد د جي آی زیډ مؤسسې له پخواني مشر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۵:۲۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د جرمني هېواد د جي آی زیډ مؤسسې له پخواني مشر محترم هنس دوبه سره وکتل. په دې کتنه کې د دې وزارت د بهرنېواړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د افغان جرمن ټولنې مشر محترم احمد الیاس عمر هم حضور درلود.

په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال وویل: الحمدلله د اسلامي امارت له فتحې سره سم په هېواد کې سراسري امنیت رامنځ ته شوی او ټول وګړي په سوله ییزې فضا کې د ورورګلوۍ ژوند تیروي. هغه همداراز زیاته کړه: موږ ته د څو لسیزو جګړو په پایله کې ډیر شمېر یتیمان، کونډې او معلولین را پاتې دي چې د هغو له ډلې داسې وګړي هم زمونږ سره ثبت دي چې د کورنۍ اکثریت غړي یې له لاسه ورکړي او یاهم معلول شوي دي، په دې کتنه کې هغه وویل دا به غوره وي که خیریه بنسټونه او مؤسسې له دې اړمن قشر سره لا ډیرې مرستې ترسره کړي.

محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند همداراز وویل: هغوی چې دې هېواد ته د خدمت کولو په موخه راځي د هغوی به هرکلی کیږي او افغانان به هیڅکله هم چاته اجازه ورنکړي چې دې هېواد ته د اشغال او غصب په موخه راشي.

په ورته وخت کې د جرمني هېواد د جي آی زیډ مؤسسې پخواني مشر محترم هنس دوبه خبرې وکړې او ویې ویل: ډیر د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ افغانان په یوه سوله ییزه فضا کې آزاد او آرام ژوند تیروي.

هغه همداراز زیاته کړه، "هغه مثبت بدلون او کړنې چې ما، د څو ورځو په موده کې په دې هېواد کې لیدلې هغه به د جرمني هېواد له سیاسیونو او حکومتي مسؤلینو سره شریکي کړم تر څو هغه منفي ذهنیتونه چې د اسلامي امارت په تړاو هلته رامنځ ته شوي هغه ته به د عیني حقایقو په وړاندې کولو سره بدلون ومومي او د دوو هېوادونو تر منځ به د تعامل او اعتماد فضا رامنځ ته شي."

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس  په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند کارکوونکو شتون درلود.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۳۳
Background image

د کابل ښار د شپېتو (۶۰) تنو یتیمانو ترمنځ د سیرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همکارۍ، د اسلام مبارک دین د ویاړلي تاریخ او د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و سلم د سیرت د لا ښه پېژندنې، د یتیمانو د سالمۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د‌ همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د. . .

BACK TO NEWS