د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس، نوي الکټرونیکي سیسټم کې د راتلونکو پلانونو د پلي کولو په موخه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تخنیکي چارو له رئیس سره وکتل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تخنیکي چارو له رئیس محترم سلطان احمد سباوون سره لیدنه وکړه.
محترم الله محمد دوست د دې لېدني اصلي موخه د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم د راتلونکو عملیاتي او تدارکاتي پلانونو د پلي کولو په برخه کې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د همکارۍ ډاډ ترلاسه کول او په اړوند تخنیکي چارو کې پوره همغږۍ را منځته کول وبلل.
د نوموړي په وينا د دېټابېس او معلوماتو ریاست په پلان کې لري تر څو د نوي الکټرونیکي سیسټم د بایومټریک لپاره د احصايې او معلوماتو د ادارې د وریفیکشن لینک څخه ګټه واخېستل شي.
په پای کې د یادې ادارې د تخنیکي چارو رئیس محترم سلطان احمد سباوون په یاده برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې راتلونکې اونۍ کې به یو مؤظف تخنیکي ټیم د سروې په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته واستوي.