د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس په ولایتونو کې د وزارت اړوندو ریاستونو ته د باکیفیته انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت له استازو سره لیدنه وکړه

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۲:۱۴
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې تر سره شوه په هغه کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقی، د ډیټابیس اومعلوماتو رئیس محترم الله محمد دوست، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت استازو ګډون درلود.

د دې ناستې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند انټرنټي خدمتونو په هکله چې د یاد شرکت له خوا دې وزارت ته چمتو کیږي هر اړخیز معلومات وړاندې شول او د انټرنټ د سرعت څرنګوالی، کیفیت او ځینې نورې اړوندې ستونزې غونډې ته وړاندې شوې.

په دې غونډه کې د یاد وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت له استازو څخه وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او په ولایتونو کې د وزارت اړوندو ریاستونو ته د امنیت له اړخه خوندي، باکیفیته او په کم قیمت انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي.

په ورته وخت کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت استازو هم ژمنه وکړه چې یاد شرکت به هڅه وکړي تر څو دې وزارت او په ولایتونو کې د دې وزارت اړوندو ریاستونو ته باکیفیته او په ټیټ قیمت انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS